د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۷ مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، که جي ۷ له چين سره د رغنده او ثابتو اړيکو ټینګښت او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د ګډې مقابلې همکارۍ غواړي، نو باید د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ خپلو څرګندونو ته د عمل جامه واچوي او د چين د بدنامولو له هڅو څخه باید لاس واخلي.
د جي ۷ بهرنيو چارو وزيرانو څو ورځې مخکې په يوې غونډې کې ګډه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، جي ۷ به له چين سره رغنده او ثابتې اړيکې ټينګې کړي او په ګډې همکارۍ به د نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.
په دغې اعلاميې کې له چين څخه غوښتل شوي، چې د روسيې د ملي دفاع له صنعت سره مرستې پای ته ورسوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جي ۷ د يادې غوښتنې په غبرګون کې ويلي، هېواد يې د اوکراين د بحران ښکيلې خواوې هڅوي، چې د سولې خبرې پیل کړي او کوم لوري ته یې وسلې نه دي ورکړي او د دې ترڅنګ له روسيې سره عادي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې لري او دا به د درېیم لوري له مداخلې او فشار څخه لرې وساتي.