د چين حکومت په دې وروستيو کې د وګړو د تګ راتګ لپاره دوامدارې انسانتياوې برابرې کړي، چې په رڼا کې يې دغه هېواد ته د بهرنيانو د تګ شوق مخ په زياتېدو دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۷مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به یې د چينايانو او بهرنيانو د تګ راتګ په برخه کې د انسانتياوو د برابرولو لپاره نورې هڅې وکړي او دغه هېواد ته يې د بېلا بېلو هېوادونو د وګړيو د سفر هرکلی کړی دی.
ماو نينګ ويلي، چين د تېر کال له پای راهيسې د ۳۸ هېوادونو وګړو ته د وېزو د معافيت پاليسي غوره کړې او تر اوسه يې له ۲۵ هېوادونو سره د متقابلو خواوو د وګړو د وېزو د معافيت پاليسۍ عملي کړې دي. بر سېره پر دې، چين د ډېرو اقداماتو له لارې د بهرنيانو د وېزو تشريفات هم اسانه کړي دي.
نوموړې زياته کړې، چين به پر له پسې اقدامات وکړي او د بهرنيانو هرکلی یې کړی، چې چين ته سفرونه وکړي او د دغه هېواد ښکلا احساس او له پرمختګ څخه يې ګټې واخلي.