چين د نومبر په ۲۷مې نېټې زېډکېو-۲اي (ZQ-2E) بار وړونکی راکټ فضا ته په برياليتوب توغولی دی.
دغه راکټ له ځان سره دوه سپوږمکۍ د فضا ټاکلي مدار ته رسولې دي.
زېډکيوـ۲(ZQ-2) بار وړونکی راکټ په نړی کې لومړی داسې راکټ دی، چې د مايع اکسيجن او مايع ميتان د سوند توکو په مټ خوځښت کوي او په لومړي ځل د ۲۰۲۳م کال په جولای کې فضا ته توغول شوی و.
زېډکېو-۲اي راکټ چې د نومبر په ۲۷ مې نېټې فضا ته رسيدلی، د زېډکيوـ۲ راکټ نوې اصلاح شوې بڼه ده.