د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د نوې زمانې د مارکسيزم د تيوريو د څېړنې او ابادۍ پروګرام مهمه لارښوونه کړې ده.
نوموړي دغه پروګرام د چين د کمونېست ګوند د مفکورو او تيوريو د ابادۍ بنسټيز او ستراتيژيک پروګرام بللی او په خبره یې، دغه پروګرام له تېرو شلو کلونو راهيسې د لوړ کيفيت ګڼ شمېر پايلې ترلاسه کړي او د ګوند د نويو مفکورو د څېړنې او خپرونې او په ايډيولوژۍ کې یې د مارکسيزم د لارښوونکي رول د ټينګښت په برخو کې مهم رول لوبولی دی.
شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې دغه پروګرام بايد د چيني شکله عصري کېدو له لارې د ځواکمن هېواد د هراړخيزې ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره د کړنو د مهمو چارو ژورې څېړنې وکړي، باتجربې تيوريک مستعد کسان باید وروزي او د نوې زمانې پر مخ د چيني شکله مارکسيزم د پرمختګ لپاره باید لا مهم خدمتونه وکړي.
د مارکسيزم د تيورو د څېړنې او ابادۍ پروګرام کاري غونډه د نومبر په ۲۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره او د شي جين پينګ مهمه لارښوونه پکې خپره شوې ده.