د چين د اکمالاتي ځنځير په دويم نړيوال نندارتون کې، چې د نومبر په ۲۶مې نېټې پرانېستل شوی او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به ترسره شي، د برخوالو تصديو، ارګانونو او نړيوالو سازمانونو شمېر د لومړۍ دورې نندارتون په پر تله ۲۰سلنه زيات شوی، د برخوالو بهرنيو سوداګريزو تصديو اندازه پکې د تېر کال له ۲۶سلنې څخه ۳۲سلنې ته لوړې شوې او د برخوالو نړيوالو مخکښو ۵۰۰ تصديو شمېر يې د تېرې دورې په نسبت ۴۲سلنه زيات شوی دی.
د دغه نندارتون په ګډونوالو بهرنيو تصديو کې د امريکايي تصديو شمېر تر ټولو زيات او ورپسې د اروپا او جاپان د تصديو شمېر په لوړې اندازې ښودل شوی دی.
د چين او نورو هېوادونو د ګډو همکاريو تر چتر لاندې د بشپړ اکمالاتي ځنځير او د لوړې ټېکنالوژۍ په وسيله د توليدي ځنځير ډګرونه پراخ شوي، خو لا هم کافي نه دي او په اړه یې باید نورې ډېرې چارې ترسره شي.
ولې نړۍ د چين اکمالاتي ځنځير ته اړتيا لري؟
بهرنۍ تصدۍ د چين د اکمالاتي ځنځير د ډګر له لارې د تګ راتګ او همکاريو فرصتونه لټوي. د چين د اکمالاتي ځنځير نړيوال نندارتون د نړۍ لومړی داسې نندارتون دی، چې د اکمالاتي ځنځير لپاره ځانګړی او د دولت له لوري پر لاره اچول شوی دی. دغه نندارتون له دوه کلن پرمختګ وروسته د اکمالاتي ځنځيرونو په برخه کې د اړوندو پرمختيايي فرصتونو د شريکولو لپاره نړیوال پلاټفورم ګرځېدلی دی. د يادونې وړ ده، چې په سږني نندارتون کې چيني او بهرنیو تصدیو په ګډه توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو. د بېلګې په توګه، د برېتانيې ريو ټينټو ګروپ (Rio Tinto Group)، د المان بوسچ ګروپ(Bosch Group) او د چين باوو او شياو پنګ څلورو تصدیو پکې په ګډه پر مصنوعي ځيرکو تخنيکونو سمبال د موټرو اکمالاتي ځنځير نندارې ته وړاندی کړی دی.
په چين کې د بوسچ ګروپ استازي شوی دا چيوان رسنيو ته ويلي، د چين په پراخېدونکي او زياتيدونکي بازار کې د تصديو د پرمختګ کيلي دا ده، چې يو له بل سره د نوښتګر او ثابت اکمالاتي ځنځير په سيسټم او په ټولو کړیو کې يې همغږي او همکارۍ وکړي.
اوسمهال د نړيوال اقتصاد پرمختګ کمروزی دی او په همداسې حال کې ځيني هېوادونه د اکمالاتي ځنځير د پرېکون نظريې پورته کوي او د ګمرکي تعرفو د زياتوالي په شمول د ځاني سوداګرۍ تدبيرونه غوره کوي، چې له امله به یې د نړيوال اکمالاتي ځنځير ثابتوالی خراب شي. نړۍ ته د دغو هېوادونو ورته کړنې د منلو نه دي.
د چين د اکمالاتي ځنځير د سږني نندارتون شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د نړيوال اکمالاتي ځنځير د پيوستون شاخص له صفر اعشاريه ۲۷۱ څخه صفر اعشاريه ۷۳۲ ته لوړ شوی، له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د نړيوال اکمالاتي ځنځير د هڅونې شاخص له صفر اعشاريه ۲۷ څخه صفر اعشاريه ۶۶ ته لوړ شوی دی.
د سږني ننداتون د ګډونوالو په اند، چين د نړيوال اکمالاتي ځنځير د شاخص د لوړېدو لپاره مهم رول لوبولی او د بنسټيزو تاسيساتو د تګ راتګ، د عرضې ځنځير د ډيجيټل او سمارټ کېدو او د ازادې سوداګرۍ د لړيزو تړونونو د لاسليکېدو په شمول ډېر کارونه يې ترسره کړي دي او د نړيوال اکمالاتي ځنځير سلسله يې غځولې ده.
برسیره پر دې ، بهرنۍ تصدۍ د چين او نړۍ د پیوستون پر توان هم پوره باور لري.
چين په نړۍ کې د توليد په برخه او هم د توکو د تجارت په برخه کې د لوی هېواد په توګه په نړيوال اکمالاتي ځنځير کې کليدي رول لوبوي.
چين نړيوالو مشتريانو ته د لوړ کيفيت او ټيټې بيې توليدات برابروي او د اقتصاد د مختلفو پړاوونو د روانېدو لپاره مهم ضمانت جوړوي.
د برېتانيې ريو ټينټو ګروپ او د چين وو شي باو تونګ شرکت له تېرې لسیزې راپدېځوا نږدې همکارۍ لري، ریو ټينټو ګروپ د چين له وو شي باو تونګ شرکت سره پر خپلمنځي همکاريو خوښ دی او ارزيابي يې ښيي، چې د امريکا، استراليا، لوېديځې اسيا او مغولستان او هر ځای کې د ياد چيني شرکت لخوا برابر شوي تجهيزات په هر ډول اقليمي شرايطو کې شپه ورځ کار کولی شي.
چين د ملګرو ملتونو د معيار له مخې د صنعتي چارو داسې بشپړ ډولونه او سيسټمونه لري، چې د بهرنيو تصديو د کارونو موثريت لوړولی او اصلي لګښت یې کمولی شي.
د جيانګ سو ولايت په تای چانګ ښار کې يوه فابريکه شته، چې د نوې انرژۍ موټرو لپاره کليدي پرزې جوړوي، او د موټرو د بسته بندۍ لپاره بلې تصدۍ ته ليږدوي، چې د ليږدولو وخت يې ډېر کم دی، ځکه دواړه تصدۍ ډېرې نږدې دي او يوازې څو کيلومتره واټن لري.
د يادونې وړ ده، چې په چين کې د نوي کيفيت د توليدي ځواک پیاوړتيا د نړيوالو توليدي او اکمالاتي ځنځيرونو اصلاحاتو ته نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.
ياد نندارتون د پرمختللو ټېکنالوژيو د توليدي ځنځيرونو ډګر ګرځېدلی دی. د امريکا د هونېوېل (Honeywell) شرکت چيني مشر يو فنګ خبريالانو ته ويلي، چې دغه شرکت به یې په چين کې د نويو ډولو انرژيو د زېرمې د اندازې د زياتېدو او د استفاده کوونکو ځايونو د پراخېدو په حال کې د ټېکنالوژي په وسيله د نويو انرژيو زېرمه ييزو چارو د اکمالاتي ځنځير د ثابت پرمختګ هڅونه وکړي او له چيني شرکتونو سره به يو ځای زرغون پرمختګ پرمخبوزي.
که د اقتصاد د نړيوال کېدو په درشل کې نړيوال اکمالاتي ځنځير پرانيستل شي، نو بې له شکه ګډ پرمختګ به رامنځته شي.
څه موده مخکې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېمې عمومي غونډې کې ویل شوي، چې د توليد او عرضې په ځنځیرونو کې باید نړيوالې همکارۍ پياوړې شي. چين د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو او د توليد او عرضې ځنځير د ثابتوالي لپاره فعال کارونه ترسره کوي او د نړيوالو تصديو د همکاريو باور یې خپل کړی دی.
د چين د سوداګرۍ پرمختګ ټولنې په وروستيو کې یوه سروې ترسره کړې او څه دپاسه څلور سوو بهرنيو تصديو مسئولين يې پکې پوښتلي دي.
د دغې سروې څه باندې ۶۰ سلنه تصدۍ پر دې نظر دي، چې د چين تګلارې د ملاتړ رول لري او د لوړې سويې ورخلاصون یې ورته پوره باور او احساس ورکړی دی.