د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۸ مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد خارجه وزير وانګ يي به د نومبر له ۳۰ مې نېټې څخه د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې پورې د دغه هېواد د سه چوان ولایت په چنګ دو ښار کې د چين او منځنۍ اسيا د بهرنیو چارو وزيرانو د پنځمې غونډې مشري وکړي.
د ماو نينګ په وينا، په ياده غونډه کې به د قزاقستان او ترکمنستان مرستيال صدراعظمان او خارجه وزيران او د قرغېزستان ، تاجکستان او ازبکستان خارجه وزيران ګډون ولري او د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکاريو، د اړوندو ميکانيزمونو د جوړولو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه به د نظريو تبادلې وکړي.