په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د سويس او د نورو نړيوالو سازمانونو په استازوليو کې د چين دايمي استازي چن شو د نومبر په ۲۷مې نېټې د کډوالو نړیوال سازمان د شورا په ۱۱۵مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د کډوالو د چارو په اړه د چين دريځ څرګند کړی او د کډوالو اوسنۍ چارې يې له ننګونو سره مل بللې دي او په خبره یې، نړيواله ټولنه بايد رښتينی څو اړخيزتوب وساتي او عملي يې کړي.
چن شو ويلي، د کډوالو اصلي هېوادونه، ټرانزيټي هېوادونه او د موخې هېوادونه بايد خبرې اترې وکړي او خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ باید پياوړې کړي.
نوموړي پر پرمختللو هېوادونو غږ کړی، چې له پرمختيايي هېوادونو سره د مالي او د اقلیمي مرستو ژمنې عملي کړي او ټول هېوادونه دې پر کډوالو د تورونو لګولو او بدنامۍ ویناوو سره مخالفت وکړي او د کډوالو منوونکي هېوادونه باید د دوی مشروع حقونه او ګټې خوندي وساتي.
چین د کډوالۍ نړیوال سازمان دوهم لوی غړی دی او د دغه سازمان له چارو څخه پوره ملاتړ کوي.