د افغانستان لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوې شیاو يونګ د روان کال د نومبر له ۱۷مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې له پاکستان، ترکمنستان او افغانستان څخه لیدنې کړې دي.
نوموړي پاکستان او ترکمنستان ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو له چارواکو سره ليدلي او د نظريو تبادلې يې ورسره کړې دي.
هغه له افغانستان څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت له چارواکو سره پر خپلمنځي اړیکو او په بېلا بېلو برخو کې پر عملي همکاریو خبرې کړې دي.