د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د نومبر په ۲۸ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې ځيني سياسي قوتونه د شينجيانګ په اړه د ګونګوسو د جوړولو په هڅه کې دي او غواړي د دې سيمې وضعيت خراب او د چين د پرمختګ او سمسورتيا پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
نوموړې ويلي، ځيني سياسي قوتونه د بشري حقونو په پلمه له نړیوال صنعتي ځنځير څخه د شينجيانګ لرې کول غواړي او د جبري کارونو په ګډون د يو لړ ګونګوسو په جوړولو د ځايي خلکو د وزګارېدو او بېوزلۍ ته د ستنولو هڅې يې کوي، خو دغه دسیسه به يې موخې ته ونه رسيږي.
ماو نينګ ويلي، د شيجيانګ ثبات، اقتصادي وده، ملي يووالی او د مذهبونو ګډ سوله ييز موجوديت ښه ساتل شوی او د بېلا بېلو توکمونو د خلکو حقه حقونه يې په رښتيني مانا تضمين شوي دي.
چين به د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره هڅو ته دوام ورکړي او بهرنيو پانګوالو ته به لازیات فرصتونه برابر کړي.