د چین د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ د نومبر په ۲۸مې نېټې یوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې له هرې هغې کړنې سره کلک مخالفت کوي، چې د ملي امنيت د ساتنې په پلمه صادراتي بنديزونه او پر چيني شرکتونو تبعيضي محدوديتونه لګوي. نوموړي ويلي، که امريکا په يادې پلمې پر چين نور بنديزونه ولګوي، نو چين به هم غبرګون ته اړ شي او د خپلو شرکتونو قانوني حقونه به وساتي.
د امريکا سوداګريزې ټولنې په دې وروستيو کې خپلو غړو ته په ايميل کې ويلي، چې د جوبايډن حکومت به په دې اوونۍ کې د چين پر وړاندې نوي صادراتي محدودیتونه خپاره کړي، چې له مخې به يې د چين شاوخوا ۲۰۰ چيپ شرکتونه د تجارتي محدوديتونو په لېست کې شامل شي او امريکايي شرکتونه به بیا ونشي کولی چې خپل تولیدات پرې وپلوري.
هه يا دونګ ويلي، د امریکا ياده کړنه به نړيوال سوداګريز نظم، د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات، د چين او امريکا د شرکتونو ګټو او د سيمي کنډکټر د نړیوال صنعت پرمختګ ته سخت زيانونه ورسوي.
چين هیله ښودلې، چې امريکا د بازاري اقتصاد قانون او د عادلانه سيالۍ اصول مراعات کړي.
بل خبر وايي، ډونالډ ترمپ به د خپلې دندې د پيل په لومړۍ ورځ د چين پر توليداتو ۱۰ سلنه زياتې ګمرکي تعرفي ولګوي.
هه يا دونګ ويلي، چين د ګمرکي تعرفې له يو اړخيز زياتوالي سره مخالفت لري او په خبره یې، امريکا بايد د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصول مراعات کړي او له چين سره د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو همکاريو د برياليتوبونو پر بنسټ د سوداګريزو اړيکو ثبات او تلپاتې پرمختګ ته وده ورکړي.