د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۲۹مې نېټې سپين کتاب (( په نوې زمانې کې د چين د کليوالو سړکونو پرمختګ)) خپور کړی دی.
په دغه کتاب کې ويل شوي، چې کليوال سړکونه د بزګرانو د سفرونو، د خېرښېګڼې د زياتوالي، د ژوند د چاپېريال د ښه والي او د کرنې او کليو د عصري کېدو د تحريک او خوځښت په برخو کې مهم رول لوبوي.
په دغه کتاب کې ويل شوي، د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د دغه هېواد په کليوالو سیمو کې د سړکونو د ودې نوی پړاو پيل شوی او د کليوالو سړکونو پراخوالی، د ادارې او ساتنې کچه، خدمتي ظرفيت او امنيت ډېر پراخ شوي دي.