د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پلوامې په نوم سیمه کې پر هندي پولیسو ځانمرګی برید شوی دی. هندي رسنۍ وايي، چې په دغه برید کې ۴۰ تنه پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټویټ کې ویلي، چې له خپل امنیتي سلاکار سره یې د پلوامې په اوسني وضعیت خبرې کړي دي. هندي چارواکي وايي، چې د پولیسو موټریز کاروان له جمو څخه سرېنګر ته روان و چې ځانمرګی پرې شوی. هندي پولیسو ویلي، چې بریدګر عادل احمد نومیږي او د همدې سیمې د پلوامې اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸م له جیش محمد سره یو ځای شوی و