په هندي کشمیر کې پر پولیسو پرونی برید په تېرو دېرشو کلونو تر ټولو خونړی بلل شوی. د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې څلویښت پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. بریدګر د کشمیر د مرکز سرینګر په شل کیلومترۍ کې د پولیسو هغه موټریز کاروان په نښه کړ چې شاوخوا دوه نیم زره پولیس یې کشمیر ته لېږدول. په پاکستان کې مېشتې ډلې جیش محمد د دغه برید مسوولیت منلی دی. هند د دغې ډلې پر مشر مسعود اظهر د نړیوالو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده. پاکستان پر هندي ځواکونو پرونی برید د اندېښنې وړ بللی. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې هندي رسنۍ او یا حکومتي چارواکي یې کوي. امریکا د ملګرو ملتونو عمومي منشي او نورو ګڼ شمیر هېوادونو دا برید غندلی دی.