د چين د دولت رئیس شي جین پينګ د ډسمبر په درېيمه نېټه د ۲۰۲۴م کال د چين په اړه د پوهاوي نړیوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جین پينګ په دغه پيغام کې ویلي، د چين په اړه د پوهاوي لپاره اړين دی، چې د دغه هېواد د اصلاحاتو د هراړخيزو ژورولو او د چيني شکله عصريتوب د پرمخبيولو په اړه معلومات ترلاسه شي. نن چين په دې هڅه کې دی، چې د لوړې سويې سوسياليستي بازاري نظام جوړ کړي، سیستمي ورخلاصون پراخ کړي، خپل اقتصادي او سوداګریز مقررات له له نړیوالو معیارونو سره سم برابر کړي او شفاف، ثابت او باوري سیستم لرونکی چاپيريال رامنځته کړي. چيني شکله عصريتوب به نه يوازې د يو ميليارډ او څلور سوو میليونو چينايانو د ښه ژوند غوښتنې پوره کړي، بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره به لا لوی خدمتونه ترسره کړي.
شي جين پينګ زیاته کړې، چې چين غواړي له نورو هېوادونو سره په ګډه ګټور پرمختيايي چاپيريال او شرايط رامنځته کړي، له ستونزو او ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي، په بېلابېلو هېوادونو کې د سوله ييز پرمختګ، ګټورو همکاريو او ګډې سمسورتيا پر اساس عصريتوب رامنځته کړي او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نوی فصل پرانيزي.