د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د دسمبر په ۲مه نېټه په بېجینګ کې د کمربند او لارې د جوړونې په څلورمه مباحثوي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، په اوسني پېچلي نړیوال وضعیت کې دې د کمربند او لارې باکیفیته جوړول وهڅول شي، په دې ترڅ کې به فرصتونه له ستونزو څخه زیات شي.
ده دغه راز ویلي: موږ باید ستراتيژیک باور او روحیې وساتو، د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په جریان کې دې لا زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړو.
شي جين پينګ پر دې ټینګار کړ، په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ حالات د ترینګلي کېدو په حال کې دي، یو اړخیزم او د سوداګرۍ پروتیکشنیزم مخ په زیاتېدو دی، په داسې حال کې چې نړۍ له ډېرو ننګونو او جغرافیايي شخړو له منفي اغیزو سره لاس او ګرېوان ده، اړینه ده چې د کمربند او لارې باکیفیته جوړېدل وهڅول شي.