د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان اعلان وکړ، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو د غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه، د چيلي د بهرنيو چارو وزير البرټو وان کلاورن به د ډسمبر له ۳مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.