د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په دويمه نېټه د دغه وزارت په یوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، هېواد يې د سوريې په شمال لوېديځ کې وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او د ملي امنيت او ثبات په ساتلو کې د سوريې له هڅو څخه ملاتړ کوي او د سوريې د دوست هېواد په توګه غواړي، د دغه هېواد د وضعيت د لاخرابېدو د مخنيوي لپاره فعالې هڅې وکړي.