سږ د کمربند او لارې د ګډې جوړونې له ۱۱م کال سره برابر دی او دې پروژې په تېرو ۱۱ کلونو کې د تګ راتګ او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو د تر لاسه کولو په برخه کې ډېر زیات برياليتوبونه موندلي دي او د نړيوالو همکاريو لپاره تر ټولو لوی پلاټفورم پاتې شوی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې د کمربند او لارې د جوړونې په څلورو مباحثوي غونډو کې ګډون کړی او د کمربند او لارې د جوړونې لپاره يې لارښوونې کړې دي.
سږ کال د کمربند او لارې د جوړونې څلورمه مباحثوي غونډه د دسمبر په ۲مه نېټه په بېجینګ کې تر سره شوه. شي جین پينګ په دې غونډه کې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې د لاسته راوړنو ستاينه کړې او په راتلونکي کې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې د باکيفيته پرمختګ په اړه يې بشپړ پلان وړاندې کړی، څو ګډه ګټه لرونکی پرمختګ لا نور پراخ کړي.
په تېرو ۱۱ کلونو کې د کمربند او لارې اړوندې پروژې له اسيا او اروپا څخه افريقا او لاتينې امریکا ته پراخ شوي، چې په دې سره د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ دوستي نوره ژوره شوې او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې هم پياوړی شوی دی.
اوسمهال نړيوال وضعيت ډېر پېچلی دی، د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپې راپورته شوې، سیمه ييزې شخړې او تقابل مخ په زياتېدو او سختېدو دي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا ګامونه ورو دي. د پيسو نړیوال صندوق په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۴م کال کې د نړیوال اقتصاد د زیاتوالي انډول په پرله پسې درېیم کال کې هم ټيټ شوی دی.
نو په داسې حال کې ګډه ګټه لرونکی پرمختګ به څنګه نور پراخ شي؟
د کمربند او لارې په نوښت کې وصل ډېر مهم بلل کېږي او پکې د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو له خنډ پرته حرکت ډېر کليدي دی. اوس ځينې هېوادونه غواړي له نورو هېوادونو سره د تړلي ځنځيرونه پرې کړي او په دوامدار ډول د پروټېکشنيزم تدبيرونه خپروي، چې له امله يې د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات ته زيانونه رسېدلي دي. د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د کمربند او لارې په ابادۍ کې ګډونوالو هېوادونو ته د چين د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۱۶ ټريليونو او ۹۴۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی دی، له دې څخه دا څرګنده شوې، چې د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو له خنډ پرته حرکت د اقتصاد لپاره ګټور دی. څه موده مخکې بېجينګ کې ترسره شوی د چين د اکمالاتي ځنځير دوهم نړيوال نندارتون هم د دې څرګندويې کړې، چې چين د نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ساتلو لپاره هڅه کوي.
نوښت د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې جوړونې په بهير کې هم ډېر ارزښتناک دی. اوس نه یوازې د زېربناوو او سوداګرۍ په شمول په عادي برخو کې ، بلکې د زرغون، ډيجيټلي او ابتکاري پرمختګ په شمول په نويو برخو کې هم نړیوالې همکارۍ نوي اقتصادي پرمختګونه رامنځته کوي. راتلونکي ته په کتو، د کمربند او لارې ګده جوړونه به ابتکاري پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د زرغونو تأسيساتو، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې به عملي همکارۍ لا نورې ټينګې کړي، څو د سراسري جنوب باکيفيته ودې پياوړې کړي.
چين پدې اندی ، چې په يو ګل نه پسرلی کيږي، د کمربند او لارې باکيفيته ګډه جوړونه به په راتلونکي کې نړيوال اقتصاد ته نوې محرکه قوه برابره کړي، د ګدونوالو هېوادونو د عصري کېدو لپاره به نوي فرصتونه ورسوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي به پياوړې کړي.