د چین د دولت رئيس شي جین پینګ د ډسمبر په ۳مه نېټه په بېجینګ کې د نیپال له صدراعظم شارما اولي سره ليدلي دي.
شي جين پينګ په دې لیدنه کې وویل، چين د نيپال له داخلي ملي شرايطو سره سم د پرمختک انتخاب شوې لارې ته درناوی کوي، د ملي خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې له نيپال څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له نيپال سره په دوامداره توګه ستراتيژيک متقابل باور پياوړی کړي او د اصلي ګټو او د بېلا بېلو مهمو مسئلو په برخه کې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي. چين غواړي له نيپال سره عملي همکارۍ ژورې کړي چې په ګډه په لوړ کيفيت سره کمربند او لار پروژه آباده کړي او د نيپال له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره د خپل توان په اندازه مرستې وکړي.
اولي وويل، نیپال غواړي چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې فعال ګډون وکړي او په نیپال کې د لا زياتو چيني شرکتونو د پانګونې هرکلی کوي. نیپال د یو چین پېژندنې اصل ته ټینګ ژمن دی. د چين لخوا وړانديز شوی د نړيوال پرمختګ نوښت په شمول يو لړ مهم نوښتونه د اوسنيو پېچلو نړيوالو حالاتو او نړيوالو ننګونو پر وړاندې د انسانانو د ګډ غبرګون لپاره ګټور دي. نیپال غواړي د دې لپاره له چين سره څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ د پرمختیايي هیوادونو د ګډو ګټو ساتنه وکړي.
دواړو خواوو په همدې ورځ ((د چين او نيپال ګډه اعلاميه)) خپره کړه.