د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۳مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې د کمبوديا د خلکو ګوند له رئيس او د مشرانو جرګي له رئيس هون سين سره خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چين د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ګټو ساتلو په برخو کې له کمبوديا څخه ټينګ ملاتړ کوي او له کمبوديا سره به خپلمنځي راکړې ورکړې او متقابلې زده کړې ژورې کړي او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره به هڅه وکړي.
نوموړي زياته کړه، چين به په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د کمبوديا د رول ملاتړ ته دوام ورکړي، د پرمختيايي هېوادونو قوت به پياوړی کړي، د اسيان پر ستراتيژيکي خپلواکۍ د ټينګار کولو، د مرکزي رول د ساتلو او د اسيان د يووالی او ګډې ابادۍ ملاتړ به وکړي.
هون سين ويلي په خپلو خبرو کې چين د کمبوديا تر ټولو باوري ملګری بللی او ويلي يې دي، چې له چين سره دوستي د کمبوديا د خلکو ګوند ټينګه سياسي اجماع ده او د کمبوديا د مشرتابه د تغيراتو له امله به هيڅ بدلون ونه مومي.
نوموړي زياته کړه، چې کمبوديا به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ولري او د خپلو اصلي ګټو د ساتلو په برخه کې له چين څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. کمبوديا غواړي له چين سره د ګوندونو ترمنځ اړيکې په هراړخيزه توګه پياوړې ، متقابل سياسي باور ژور او په بېلا بېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي.