د چين ميډيا ګروپ اړوند د نړيوال ويډيويي خبري اژانس لخوا جوړ شوی د ویډیويي رسنيو ۱۲ م نړيوال فورم د ډسمبر په ۳مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په چوان جو ښار کې تر سره شو.
د دغه فورم موضوع د هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلو په برخه کې د ميډيا ارزښت دی.
له ۶۰ څخه زياتو هېوادونو او سيمو د ۸۷ رسنيو شاوخوا ۲۰۰ استازو په دغه فورم کې ګډون کړی دی.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دغه فورم کې وينا وکړه او و يې ويل، چې ميډيا د کلتوري تبادلو په اړه دهليز او مزی بلل کېږي. رسنۍ د نړيوال پرمختګ او سمسورتيا د کتلو په ترڅ کې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د کلتورونو په اړه کيسې هم ساتلې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د چين ميډيا ګروپ غواړي له خپلو تخنيکي او رسنيزو برتريو په ګټې اخيستنې د هېوادونو د خلکو ترمنځ د نظر تبادلې، همکاريو او د ګډې سمسورتيا په اړه يو دهليز وګرځي.