د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دسمبر د ۳مې نېټې له غرمې وروسته په وروستيو ورځو کې د سوريې د سختېدونکو حالاتو په هکله بيړنۍ غونډه تر سره کړه. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ په دې غونډه کې يوه وينا وکړه.
هغه وويل، چين پر دې ټينګار کوي، چې ترهګري د نړيوالې ټولنې ګډ دښمن دی. چين د ترهګرۍ ضد مبارزې او د هېواد د خونديتوب او ثبات د ساتلو په برخه کې د سوريې له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي. نړيواله ټولنه بايد واحدو معيارونو ته غاړه کيږدي، د سوريې له حکومتي پوځ څخه ملاتړ وکړي، چې د ترهګرۍ ګواښونه په بشپړه توګه ختم کړي.
فو څونګ زياته کړه، چين تل په دې نظر دی، د سوريې مسئلې یوازې له سیاسي لارو حل کېدای شي. نړيواله ټولنه بايد د سوريې د ملي حاکميت، امنيت او د خاورو بشپړتيا درناوی وکړي، په سوريه کې د بهرنيو ځواکونو غير قانوني شتون بايد پای ته ورسېږي، اړوند هېوادونه بايد پر سوريې يو اړخيز بنديزونه ختم کړي. چين يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې له سیاسي لارو د سوريې د مسئلې حل لار بدله نه کړي، د سوريې له هغه سياسي بهير څخه ملاتړ وکړي، چې سوري وګړي يې په خپله ټاکي څو د سوريې خلک له بهرنۍ مداخلې او لاسوهنې پرته د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.