د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د دسمبر په ۳مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې ويلي، چې چين د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د نړيوال امنيت د ساتلو په ساحه کې د ساينس او ټېکنالوژۍ د سوله ييزې استفادې د نړیوالو همکاريو د هڅولو په اړه پريکړه ليک د تصويبېدو هرکلی کوي.
وياند لين جيان وويل، په خوشحالۍ سره مو ليدلي، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ د سوله ييزې استفادې نظريې ورځ تربلې د خلکو لخوا منل شوې، په نړۍ کې د ”کوچنيو انګړونو او جګو ديوالو “جوړولو يا د پارټ بازي پرضد ځواکونه د پر له پسې پراخېدو په حال کې دي. چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای ياد پرېکړه ليک په هراړخيزه او اغيزمنه توګه تطبيق کړي، څو د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ لاسته راوړنې د انسانانو د سولې او پرمختګ چارو ته ګټې ورسوي. ده وویل: په همدې وخت کې موږ يو ځل بيا له ځينو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې د نړيوالې ټولنې پاملرنو ته په سمه توګه وګورو او ناسمې کړنې اصلاح کړي.
د ملګرو ملتونو ۷۹مې عمومي اسامبلې بشپړه غونډه د دسمبر په ۳مه نېټه تر سره شوه، چې د چين لخوا وړاندې شوی ياد پريکړه ليک تصويب شوی.