چين د شي چانګ د سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې د CZ-3B بار وړونکي راکټ په وسيله په برياليتوب سره د مخابراتي ټېکنالوژۍ۱۳م نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ وتوغوله. دغه سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته داخل شوې او د توغولو کار يې په بريالې توګه تر سره شوی.
د معلوماتلو له مخې، ياده سپوږمکۍ په عمده توګه د مخابراتو، راډيو او ټلويزيون، د ډېټا يا معلوماتو د ليږلو او د اړوندو ټېکنالوژيو د ازموينو ثبتوالو چارې تر سره کوي.
دا هم يوه نښه ده، چې CZ-3B راکټ د چين لومړی راکټ ګرځيدلی، چې د سلو ځلو لپاره د سپوږمکيو د توغولو چارې تر سره کړې دي.