د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو سره پر پوله د سرحدي دیوال د جوړولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی. ټرمپ ویلي قوي هوډ لري چې په جنوبي سرحد کې د کړکېچ پر وړاندې مقابله وکړي.نوموړي ویلي، امریکا ته د واردیدونکو نشه یي توکو زیاته برخه د جنوبي سرحدونو څخه ورځي، نو باید د امریکا په جنوبي سرحدونو کې ملي امنیت ته پام وشي. سپینې ماڼۍ د امریکا د جنوبي پولې د امنیت د ټینگولو لپاره له کانگرس نه ٥،٧ ملیارده ډالرغوښتي وو او په دې اړوند یې پر کانگرس باندې د فشار راوړلو لپاره د امریکا د فدرالي حکومت ځینې برخې د یوې میاشتې لپاره تړلې وې. قانونپوهان وايي، ولسمشر په دې ډول شرایطو کې باید کانگرس ته وضاحت ورکړي چې پیسې له کومو منابعو نه ترلاسه کوي خو ددې کار لپاره د کانگرس تائید ته اړتیا نه لري.