د امریکا شیکاګو ته څېرمه یوه کارځي کې یوه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي. ډزې د کارخونې یوه کارکوونکي په یوه کارځي کې کړې، چې پنځه پولیس پکې ټپیان شوي هم دي. تر اوسه د شیکاګو په ۶۵ کیلومترۍ ارورا ښار کې د دغه برید انګیزه مالومه نه ده. بریدګر هم له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی. دغه ډزې د جمعې په ورځ دوې بجې د هنري پرټ په نوم فابریکه کې شوې. پولیسو ویلي، بریدګر ګري مارټین نومېږي چې ۴۵ کلن دی. د ارورا د پولیسو مشر کریسټین زیمان له پېښې څو ساعته وروسته خبریالانو ته ویلي له خپلو سرتېرو مننه کوي، ځکه چې د بریدګر مخې ته ډال ګرځېدلي او پنځه کسان یې له مرګه ژغورلي دي.