د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې هره یوه پېسه چې ایران ته رسېږي په ورانکارۍ او تروریزم لګول کېږي. هغه دا څرګندونې په وارسا کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي. د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د امریکا په مالي لګښت جوړه شوې غونډه پر ایران را څرخېږي. پومپیو ویلي د وارسا په غونډه کې به هیڅ هېواد هم د ایران پر ګواښونو سترګې پټې نه کړي. هغه زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې د ټولو کړکېچونو زېږنده ایران دی. پومپیو زیاتوي امریکا د ایران د رژیم د چلند بدلېدل غواړي او په دې ښه پوهېږي چې د ایران خلک دا کار ډېر ښه کولی شي.