تر هند او امریکا وروسته د ایران د سپاه پاسداران عمومي قومندان محمد علي جعفري ویلي چې د سیستان په بلوچستان کې پر ایراني سرتېرو د برید غچ به واخلي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د سپاه پاسداران قومندان نن ویلي، که پاکستان له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي اقدامات ونه کړي ایران به پخپله د دوی په وینا د استخباراتي سازمانونو د مزدورانو پر وړاندې اقدامات وکړي. نوموړي ویلي، دا چې د پاکستان دولت د دغه خطر ناکه عناصرو د ځای په اړه معلومات لري نو باید د وروستۍ تروریستي پېښې په اړه ځواب ووايي. هغه ویلي، ایران پر پوله له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له پاکستانه د جدي اقدماتو تمه لري او که چېرته پاکستان دا کار ونه کړي نو ایران به خپله لاس په کار شي. نوموړي زیاته کړې چې حالات تېر ته بدل شوي او پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل کړنلاره تغیر کړي.