ایران د بلوچستان په سیستان کې تر شوي برید وروسته په یاد هېواد کې د پاکستان سفیره رفعت مسعود احضار کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، د پاکستان سفیره یې ورغوښتې وه څو د یاد هېواد د بلوچستان په سیستان سیمه کې پر ایراني پوځیانو د شوي وسله وال برید ځواب ورکړي. هغه یو ځل بیا پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې ایران له پاکستانه تمه لري چې په خپل هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. هغه زیاته کړې که پاکستان دا کار نه کوي نو دوی مجبور دي خپله لاس په کار شي. په ورته وخت کې د ایران دپارلمان رییس علي لاریجاني هم ویلي چې دوی د شوې پېښې په پلټنه کې جدي دي او یاد هېواد باید د شوي برید په اړه ځواب ووایي.