پر پاکستاني عسکرو بیا هم برید شوی دی. د راپورونو له مخې د بلوچستان په ګوران سیمه کې مخ پټو موټرسایکل سپرو وسله والو پر پاکستاني ملیشوو برید کړی دی. په برید کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو دویم برید دی. تېره ورځ هم په یوه ورته وسله وال برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي وو. د وروستي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د پروني برید مسوولیت بیا پاکستاني طالبانو منلی و. ددوی په خبره برید په دوی پورې اړوندو وسله والو کړی دی او د پاکستاني حکومت پر ضد به یې مبارزه روانه وي.