د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ تر کنفرانس وروسته خبریالانو ته ویلي، امریکا او اسراییل په سیمه کې جګړو او کشمکشونو ته لمن وهي. د جواد ظریف په خبره په سوریه کې د یادو دواړو هېوادونو له لوري نړیوال قوانین نقض کېږي او ټول نړیوال بنسټونه په دې مسئله سترګې پټوي. هغه زیاته کړې چې په سیمه کې د امریکا چلند د جګړې خطر ډېروي او دا خطر خورا جدي دی. د ظریف په وینا اسراییل په لوی لاس په سیمه کې په جګړو پسې دی او دا هڅه کوي چې له ایراني پوځ سره ښکېل شي. هغه پر اروپايي ټولنه او نورو نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د اسراییلو او امریکا پر ناقانونه کړنو دې نور سترګې نه پټوي او په سیمه کې دې ددغه هېوادونو غیر قانوني کړنې وغندي.





































