د هند فشار ددې سبب شو، چې محمد بن سلمان له اسلام اباد ریاض ته لاړ شي او له هغه ځایه بیا هند ته سفر وکړي. د هند حکومت د کشمیر تر پېښې وروسته محمد بن سلمان ته ویلي، چې له اسلام اباد مستقیم هند ته سفر ورته د منلو وړ نه دی. هندي حکومت نوموړي ته ویلي چې که غواړي هند ته سفر وکړي، نو لومړی دې خپل هېواد ته ستون شي او له هغه ځای دې هند ته لاړ شي. د همدې فشارونو او بحثونو په دوام محمد بن سلمان له اسلام اباد د هند پر ځای سعودي عربستان ته تللی دی او له خپل هېواد به هند ته سفر کوي. ټاکل شوې، چې محمد بن سلمان له هند سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړي او ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو پر لارو چارو بحثونه وکړي. محمد بن سلمان داسې مهال هند او پاکستان ته سفر کوي چې ددغه دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کشمکش اوج ته رسېدلی دی.





































