د هندي کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو تر برید وروسته د هند د لومړي وزیر د غچ اخیستلو د خبرداري په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې که هند هر ډول پوځي ګام پورته کړي ځواب به یې ورکړي. هغه په یوه ټلویزیوني وینا کې پر هند غږ وکړ چې که د دې ادعا لپاره چې ګواکې پاکستان د برید ترشا و، کوم ثبوت لري نو وړاندې دې کړي او که نه نو له بې بنسټه تورونو دې ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هندي پوځیانو پر موټریز کاروان برید کې شاوخوا ۴۴ پوځیان ووژل شول، چې پړه یې پاکستان میشتې وسله والې ډلې جیش محمد پر غاړه واخیسته. لومړي وزیر نریندرا مودي د برید تر شا د پاکستان لاس وباله او زیاته یې کړه چې پاکستان ستره تېروتنه کړې او ددې تېروتنې دروند پور به پرې کړي.





































