مودي د هندي حکومت د پروتوکول خلاف له محمد بن سلمان هرکلی کړی دی. محمد بن سلمان نن په نوي ډهلي کې دی او د یاد هېواد د لومړي وزیر نریندا مودي له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. د هندي حکومت د پروتوکولونو خلاف مودي د محمد بن سلمان هرکلي ته هوايي ډګر ته ورغلی و، چې په هندي رسنیو کې یې ګڼ غبرګونونه پارولي دي. د هندي حکومت د رسمي پروتوکولونو له مخې لومړی وزیر نه شي کولی، چې د بهرني مېلمه هرکلي ته هوايي ډګر ته لاړ شي. هند د سعودي عربستان د خامو نفتو ستر مشتري دی. اوس دواړه هېوادونه غواړي چې خپله سوداګري او اړیکې د انرژۍ له دایرې را وباسي او په خپلو کې نږدې ملګري وي. ټاکل شوې چې د محمد بن سلمان په دې سفر کې له هند سره ګڼې هوکړې لاسلیک شي. بل پلو په هند کې بیا د محمد بن سلمان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه هم شوي دي. هندیان وايي چې محمد بن سلمان په یمن او ځینو نورو هېوادونو کې په جګړو کې ښکېل دی او ناسم سیاستونه یې د انسانانو د وژل کېدو سبب شوي دي.





































