د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کشمیر کې پر هندي ځواکونو د برید طراحان په پاکستان کې دي او پاکستانی حکومت باید دغه کسان مجازات کړي. د امریکايي چارواکو په خبره دوی له هند سره په اړیکه کې دي او د موضوع پر لا وضاحت او سپړلو کې ورسره همکاري کوي. هند وايي پر سرتېرو یې برید په پاکستان کې طراحي شوی و. هندي چارواکو په خپلو نوو څرګندونو کې ویلي چې د برید اصلي طراح د پاکستان استخاراتي اداره ده. امریکا ژمنه کړې چې په دې برخه کې به د هند ملاتړ کوي او پاکستان ته په کار ده، چې د برید عاملین مجازات کړي.





































