د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د کشمیر تر پښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ خطرناک وضعیت رامنځ ته شوی دی او باید دغه وضعیت کنټرول کړل شي. نوموړي تېره ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې هند پر خپلو پوځیانو تر برید وروسته ښایي پر ډېرو لارو چارو غور وکړي. ټرمپ وايي ښایي په سیمه کې ډېر څه بدل شي. په کشمیر کې تر یوه خونړي ځانمرګي برید وروسته د پاکستان او هند د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. هند وايي دوی هره لار ارزوي او د خپلو سرتېرو غچ به اخلي. هند پر نړیوالو ادارو هم غږ کړی، چې د پاکستان مخه ونیسي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي.





































