شمالي کوريا تاییدوي، چې د دغه هېواد رهبر کيم جونګ اون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره ويټنام ته روان شوى دى. د شمالي کوريا دولتي اژانس وايي، د دغه هېواد مشر مرکچي کيم يونګ چال هم د شمالي کوريا د رهبر له خور کيم يو جونګ سره په دې سفر کې ملګرى دى. هغه رېلګاډى چې دغه کسان يې لېږدول، پرون شنبه د چين سرحدي ښار دان دونګ ته ورسېد او بيا یې ناوخته د ويټنام پر لوري حرکت وکړ. تمه ده چې کيم جونګ اون را روانه چهارشنبه او پنجشنبه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د دوى بحثونه به له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پر تصفيې متمرکز وي.





































