د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په یاد هېواد د ناقانونه تولید شویو شرابو د څښلو له امله د مړو شمېر ۱۳۳ ته لوړ شوی دی. راپورونه کاږي چې په شمال ختیځ ایالت اسام کې د دغو شرابو له کبله ۲۲۵ کسان په روغتونونو کې بسر شوي دي. په دغه ایالت کې د پولیسو یوه چارواکي مکېش اګروال وویل، ډیری قربانیان کروندګرو وو. چارواکي وایي، قربانیانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په دوو جلا مواردو کې هغه شراب څلي چې میتیل الکول ورسره ګډ وو. د هندوستان په نېستمنه ټولنه کې د غیر معیاري شرابو څښل عام دي، ځکه زیات کسان د معیاري شرابو د رانیولو وس نه لري.





































