د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اروپايي ټولنې او عربلیګ ګډې لومړنۍ سرمشریزې ته په پرانیستونکې وینا کې د ترهګرۍ ګواښ د طاعون یو مضره ناروغۍ بللې، چې د نوموړي په خبره، ټولې نړۍ ته خپره شوې او پر وړاندې یې د جدي مبارزې لپاره د همکارۍ د پیاوړي کېدو غوښتنه کړې ده.
السیسي ویلي، نن ورځ موږ ټول دې ته سخته اړتیا لرو چې د دغه ګواښ پر وړاندې مبارزه کې په ګډه همکاري وکړو. د نوموړي په خبره، ترهګري هغه پدیده ده چې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.
السیسي دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې مصر له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې یعنې له واکه د پخواني منتخب ولسمشر محمد مُرسي تر لرې کېدو را وروسته، د افراطي ډلو له خوا د بریدونو د لړۍ شاهد دی.
د مصر پخوانی منتخب ولسمشر مُرسي د السیسي لهخوا چې هغه مهال د دغه هېواد د پوځ مشر و، له واکه لرې او زنداني شو.
د اروپایي ټولنې او عربلیګ په دغه لومړنۍ سرمشریزه کې، د اروپایي شورا د مشر ډونالډ ټوسک په ګډون، د دې ټولنې او د عربلیګ د غړو هېوادونو ځینو جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.
په دې سرمشریزه کې د ترهګرۍ، د افریقا له وچې او منځني ختیځ څخه اروپا ته د کډوالو د بهیر په اړه د اروپايي ټولنې د اندېښنو او د پانګونې د امکاناتو په اړه خبرې شوې دي.
د اروپایي ټولنې مشر ډونالډ ټوسک هم په خپله وینا کې د مهاجرت ستونزې ته په اشارې ویلي، چې ټول هېوادونه، هغه چې کډوال ورڅخه راځي، ټرانزیټ او د کډوالو د وروستي مقصد هېوادونه باید په ګډه د دغه غیر قانوني انساني قاچاق مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې چې دغه هېوادونه باید د هغو قاچاق وړونکو مخه ونیسي، چې خلک د ښه ژوند په تمه غولوي او له ډېرو خطرناکو لارو یې ژوند په خطر کې اچوي.





































