ګڼو هندي چارواکو مودي ته په پاکستان کې د برید له امله مبارکي ورکړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د حکومت ګڼو مهمو لوړپوړو چارواکو د هند پوځ او مودي ته په پاکستان کې د وروستي هوايي برید له امله مبارکي ورکړې ده. په دې ډله کې ایالتي وزیران، لوړپوړي پوځي چارواکي او د سیاسي ګوندونو مشران شامل دي. د هند پوځ په تازه معلوماتو کې ویلي چې په بالاکوټ، چاکوټي او مظفر اباد کې یې د ترهګرو لوی مرکزونه له منځه وړي دي. د هندي پوځ په وینا په دې بمباریو کې د جیش محمد ډلې د سوق او ادارې یو مهم مرکز هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. د هند پوځ وایي دوی ملکي وګړو ته په دې بریدونو کې هېڅ ډول زیان نه دی اړولی. خو پاکستاني حکومت ویلي چې هند په غیر قانوني اقدام کې پر پاکستاني وګړو هوايي بریدونه کړي دي.


































