د امریکا په کلیفورنیا کې محکمه یوه بندي ته ۲۱ میلیونه ډالر جرمانه ورکوي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په کلیفورنیا کې یوې محکمې په ۱۹۷۸ کال کې یو کس په بند محکوم کړی و، خو اوس ثابته شوې چې هغه بې ګناه و. ګرک کولي په کلیفورنیا کې تر ټولو اوږد بند تېر کړی دی او اوس محکمه هغه ته ۲۱ میلیونه ډالر جرمانه ورکوي. نوموړی تورن و، چې خپله مېرمن او زوی یې وژلي دي، خو اوس د ډي ان اې یوه ازمویښت ثابته کړې چې هغه بې ګناه و. ده پخپله مرکه کې ویلي چې پر خپل زوی او مېرمن مین و، خو د بند سختیو اجازه ور نه کړه، چې ددوی په ویر وژاړي. نوموړي له محکمې ۲۱ میلیونه ډالر جرمانه اخیستې ده.


































