د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د هند په هوایي برید سخت خواشینی دی. هغه ویلي چې هند د کنټرول له لیکې او دغه راز له ټولو نړیوالو نورمونو سرغړونه کړې ده او پاکستان د ځان د دفاع لپاره د ورته اقدام حق لري. هغه دغه راز زیاته کړې چې هند په دې ډول کارونو سره د کړکېچ د کنټرول پر ځای د ستونزو ډیرولو هڅه کوي چې ښې پایلې به ونه لري. نوموړي دا خبرې په پاکستان کې د هند تر هوایي برید وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې هندي پوځي الوتکو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر مرکز برید کړی دی او د شاوخوا درې سوه وسله والو د وژلو خبره یې کړې. د هندي پوځ په وینا په دې بمباریو کې د جیش محمد ډلې د سوق او ادارې یو مهم مرکز هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. د هند پوځ وایي دوی ملکي وګړو ته په دې بریدونو کې هېڅ ډول زیان نه دی اړولی.



































