د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د قزاقستان ولسمشر په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی. ورته مهال عزیزي د افغانستان د اوسپنې پر پټلۍ د قزاقستان د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او بشري مرستو هرکلی کړی او دغه پانګونه یې هېواد کې د کار موندنې په موخه مهمه بللې ده. دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په سفر هوکړه کړې ده.




































