د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره د دویمې لیدنې لپاره د ویتنام پلازمېنې هانوې ته رسېدلی دی. ددې غونډې هدف د شمالي کوریا له خوا د اټومي فعالیتونو درول او په مقابل کې پر پوینګ یانګ د بندیزونو په لرې کېدو سربېره د امریکا په ګډون له نورو هیوادونو سره د هغه هېواد د ښو اړیکو رامنځ ته کول دي. ټرمپ او کیم جون اون به سبا پنجشنبه د سنګاپور په غونډه کې د شویو هوکړو پر تعقیب خبرې وکړي. د شمالي کوریا ولسمشر هم د اورګاډي په مرسته له چین څخه په تیریدو د ویتنام پلازمینې ته رسیدلی دی. ویتنامي چارواکي وايي د ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ یوې بریالۍ غونډې ته سترګې په لار دي. د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت وايي هیواد یې غواړي چې له نړیوالې سولې او ثبات سره مرسته وکړي او په همدې هدف یې د تیرو لسو ورځو راهیسې اړین تیاری نیولی دی.


































