هندي چارواکو د پاکستان لخوا د دوو هندي الوتکو د نسکورولو خبره رد کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار وویل، نن سهار د هند خاورې ته درې پاکستانۍ الوتکې ننوتلې وې چې د هند هوایي ځواکونو یوه الوتکه را نسکوره کړې ده او دوه هغه یې بېرته تښتېدلې دي. کمار وویل ویشتل شوې پاکستانۍ الوتکه د پاکستان خاوره کې غورځېدلې ده. هغه ومنله چې یوه هندي الوتکه هم نسکوره شوې او یو پیلوټ پکې وژل شوی دی. ویاند دغه راز وویل، پاکستان دروغ خبرونه خپروي، که چېرته یې رښتیا هم کوم هندی پیلوټ نیولی وي نو رسنیو ته دې وښیي.



































