د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا څلورمه غونډه کې د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې دي. د اقتصادي معاونیت په وینا، برادر په دې ناسته کې ویلي، چې د معیار او کیفیت رامنځته کول د افغانستان د اقتصادي ثبات، صادراتو، صنعت، کرنې، او د مصرف کوونکو د حقوقو خوندي کولو لپاره حیاتي اړتیا لري. نوموړي ټینګار کړی چې معیاري کول به افغانستان له وارداتي اقتصاد څخه د ځانبساینې پر لور بوځي. هغه د سټنډرډونو د تطبیق کمېټې ته سپارښتنه کړې، څو تصویب شوي سټنډرډونه او کړنلارې په دقیق او عملي ډول پلی کړي.




































