د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د سوریې د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسعد حسن شیباني سره کتلي دي. نوموړي په لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه لیدنه په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې شوې ده. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوریې او افغانستان اړیکې تاریخي بللې دي. دا د سوریې د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د امیرخان متقي لومړنۍ لیدنه ده.




































