د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي او د بشري مرستو او له نړیوالې ټولنې سره د ا.ا د تعامل په اړه یې خبرې کړې دي. د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې د اړمنو کسانو او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو راجلبول، د بشري حقونو موضوع او له نړیوالې ټولنې سره د کابل د اړیکو او تعامل اسانتیاوې د هغې د کاري لومړیتوبونو برخه جوړوي. په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په ښارګوټو کې د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ا.ا له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.































