تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت او د دې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس انجنیر احمد نبي نایل اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان له سفیر سعدالله بلوچ سره لیدلي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پر اهمیت، د ښوونیز نظام پر معیاري کولو او د کاري بازار له اړتیاوو سره سم د زدهکړو پر پراختیا خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو همداراز د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د ښوونیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.































