د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون دویمه غونډه بې پایلې او له اعلان شوي وخته مخکې پاتی ته رسېدلې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کېم جوګ اون سره تر لېدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي د شمالي کوریا ډیرې غوښتنې ددې لامل شوې چې هوکړه لاسلیک نشي. دواړو لورو د تېرې چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو د ویتنام په پلازمینې هانوې کې ولیدل او ټاکل شوې وه چې تر لېدنې وروسته یوه ګډه هوکړه هم لاسلیک کړي خو دا کار ونشو. ټرمپ ويلي شمالي کوریا ټینګار کاوه چې د یونګ بیون اټومي مرکز د تړلو په بدل کې پر دې هیواد نړیوال بندیزونه لري شي. خو امریکا له دې وړاندې اعلان کړی وو تر هغه وخته چې شمالي کوریا د خپلو اټومي او راکټي فعالیتونو د درېدو لپاره عملي ګامونه وانخلي ، بندیزونه به لغوه نشي. که څه هم د ټرمپ او کیم غونډه له پایلې پرته پای ته رسېدلې ، خو ډونالډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د غونډې په اړه خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د راتلونکو مذاکراتو په اړه هیله څرګنده کړې ده.